Monday, November 14, 2011
Sunday, November 13, 2011
Monday, September 26, 2011
Thursday, July 14, 2011
د خلكو خولې نه تړلي كيږي
يو سړى و خپله ښځه ورسره وه
دى پياده ښځه پر خره باندي سپره وه
د مېړه او د مېرمني مركه وه
څه غيبت و څه صفت كيسه توده وه
څه له يوڼو څه له خواښي په ګيله وه
څه يې نوري كيسې كړې لاره اوږده وه
پر سړي باندي مېرمن وه ډېره ګرانه
يوه ورځ يې ستړى نه سو له بيانه
چيرته ناسته وه ټولۍ د بېكارانو
مسافر ته يې سو پام د ظالمانو
ويل ګورئ دا بې شرمه بې غيرته
دى پياده ځي پر خره ناسته ده عورته
دا وطن به له بې ننګو خرابېږي
نه له خلګو نه له قوم څخه شرمېږي
نه معلوم دى ورته قدر د مېړونو
نه بېرېږي د عالم له پېغورونو
د مېړه مقام كتاب دى ذكر كړى
خداى پخپله په قران كي پېژندلى
كموي د مړو قدر بې ننګان دي
دا بې قومه دا بې پلاره ناكسان دي
سړي واوريدې د ډلي سپكي سپوري
لا تر غوږ يې سوې يو څو خبري نوري
ويل ښځي ته پياده سه زه سپرېږم
د دې خلګو له پېغور څخه بېريږم
چي له كلي څخه ووتو دباندي
زه پياده ځم ته سپره له ما د وړاندي
چي پياده ښځه روانه سړى سپور سو
په يوه ګړي كي جوړ ورته پېغور سو
ويل وګورئ ظالم چي پر خره سپور دى
په مزلو يې ښځه مړه كړه مخ يې تور دى
جګه ونه سور يې مخ دى اوږې پلني
په مړانه كي كمزورى تر مېرمني
مور او پلار دا خېټور دى نازولى
په خواري يې د لمر مخ نه دى ليدلى
دا له خدايه نه شرمېږى ظالمان دي
په بيابان كي ګيدړان د كور زمريان دي
چي په كور كي وي لوى سوي نازولي
دوى سپاره ښځي پياده ورسره ځغلي
همېشه د بل په لاس په نس ماړه دي
نه د جنګ دي نه د ننګ تيار خواره دي
چي سړي خبري واوريدې حيران سو
سمدستي له خره راكښته سو روان سو
خر دمخه دوى تر شا وهل مزلونه
ويل ګوندي اوس به كم سى پېغورونه
لا يې شل قدمه نه وه اخيستلي
لا د كلى منځ ته نه وه رسېدلي
چي تر غوږ يې سول د خلګو آوازونه
د هلكانو د لويانو ريشخندونه
دا سړى او ښځه دواړه لېونيان دي
خر دمخه دوى پياده پسي روان دي
كه پر پښو يې دى دا اوږد مزل وهلى
نو يې خر د څه دپاره رانيولى
په خندا يوه را ږغ كړله ځوانانو
له عالمه بې خبره هلكانو
دغه خر يې هم ملګرى هم رهبر دى
په دښتو كې لار ښوونكى د سفر دى
دوى له خره سره روان ورسره مله دي
كه دا خر ورسره نه وي دوى ړانده دي
هم مېړه هم يې مېرمن پر دې سلا سول
له ناكام څخه سپاره د خره پر شا سول
بيا له سره يې شروع خپلي كيسې كړې
ور په زړه يې تېري تېري خاطرې كړې
ور په ياد يې كړل د خلګو ريشخندونه
پر هر موړ باندى ښكنځل او پېغورونه
چي ناڅاپه يوې ډلي د ځوانانو
له عالمه بې خبره بې كارانو
ويل وګورئ دا څونه ظالمان دي
پر يوه خره سپاره دوه تنه لويان دي
نه زړه سوى لري دا خلګ نه زورېږي
نه له خداى نه له عذاب څخه بېرېږي
نه يې شرم له مخلوقه د دنيا سته
نه په زړه كي يې څه ويره د عقبى سته
كه هر څو يې ځان له موږ څخه پردى دى
كه حيوان دى ژبه نه لرى ګونګى دى
خو د خداى له قهره هم بېره په كار ده
يوه ورځ د ټولو خلګو ګور ته لار ده
پر حيوان باندي چا ايښى دومره بار دى
خداى ته وګورئ يو څه انصاف په كار دى
په قيامت به را ژوندى دغه حيوان سي
سمدستي به د خاوند پر لور روان سي
دى به ځغلي خر به جګ ورباندي سپور وي
په اوږو به ساه شړى مخ به يې تور وي
له مېړه له ښځي وركه سوله لاره
هم له خره هم سفره سوه بېزاره
مېړه بيا پر پښو روان ښځه سپره سوه
بيا له سره هغه نوې ننداره سوه
دروازى د ښار بندېږي په قلفونو
څوك تړلاى نه سي خولې د عالمونو
د مېړه او د مېرمني مركه وه
څه غيبت و څه صفت كيسه توده وه
څه له يوڼو څه له خواښي په ګيله وه
څه يې نوري كيسې كړې لاره اوږده وه
پر سړي باندي مېرمن وه ډېره ګرانه
يوه ورځ يې ستړى نه سو له بيانه
چيرته ناسته وه ټولۍ د بېكارانو
مسافر ته يې سو پام د ظالمانو
ويل ګورئ دا بې شرمه بې غيرته
دى پياده ځي پر خره ناسته ده عورته
دا وطن به له بې ننګو خرابېږي
نه له خلګو نه له قوم څخه شرمېږي
نه معلوم دى ورته قدر د مېړونو
نه بېرېږي د عالم له پېغورونو
د مېړه مقام كتاب دى ذكر كړى
خداى پخپله په قران كي پېژندلى
كموي د مړو قدر بې ننګان دي
دا بې قومه دا بې پلاره ناكسان دي
سړي واوريدې د ډلي سپكي سپوري
لا تر غوږ يې سوې يو څو خبري نوري
ويل ښځي ته پياده سه زه سپرېږم
د دې خلګو له پېغور څخه بېريږم
چي له كلي څخه ووتو دباندي
زه پياده ځم ته سپره له ما د وړاندي
چي پياده ښځه روانه سړى سپور سو
په يوه ګړي كي جوړ ورته پېغور سو
ويل وګورئ ظالم چي پر خره سپور دى
په مزلو يې ښځه مړه كړه مخ يې تور دى
جګه ونه سور يې مخ دى اوږې پلني
په مړانه كي كمزورى تر مېرمني
مور او پلار دا خېټور دى نازولى
په خواري يې د لمر مخ نه دى ليدلى
دا له خدايه نه شرمېږى ظالمان دي
په بيابان كي ګيدړان د كور زمريان دي
چي په كور كي وي لوى سوي نازولي
دوى سپاره ښځي پياده ورسره ځغلي
همېشه د بل په لاس په نس ماړه دي
نه د جنګ دي نه د ننګ تيار خواره دي
چي سړي خبري واوريدې حيران سو
سمدستي له خره راكښته سو روان سو
خر دمخه دوى تر شا وهل مزلونه
ويل ګوندي اوس به كم سى پېغورونه
لا يې شل قدمه نه وه اخيستلي
لا د كلى منځ ته نه وه رسېدلي
چي تر غوږ يې سول د خلګو آوازونه
د هلكانو د لويانو ريشخندونه
دا سړى او ښځه دواړه لېونيان دي
خر دمخه دوى پياده پسي روان دي
كه پر پښو يې دى دا اوږد مزل وهلى
نو يې خر د څه دپاره رانيولى
په خندا يوه را ږغ كړله ځوانانو
له عالمه بې خبره هلكانو
دغه خر يې هم ملګرى هم رهبر دى
په دښتو كې لار ښوونكى د سفر دى
دوى له خره سره روان ورسره مله دي
كه دا خر ورسره نه وي دوى ړانده دي
هم مېړه هم يې مېرمن پر دې سلا سول
له ناكام څخه سپاره د خره پر شا سول
بيا له سره يې شروع خپلي كيسې كړې
ور په زړه يې تېري تېري خاطرې كړې
ور په ياد يې كړل د خلګو ريشخندونه
پر هر موړ باندى ښكنځل او پېغورونه
چي ناڅاپه يوې ډلي د ځوانانو
له عالمه بې خبره بې كارانو
ويل وګورئ دا څونه ظالمان دي
پر يوه خره سپاره دوه تنه لويان دي
نه زړه سوى لري دا خلګ نه زورېږي
نه له خداى نه له عذاب څخه بېرېږي
نه يې شرم له مخلوقه د دنيا سته
نه په زړه كي يې څه ويره د عقبى سته
كه هر څو يې ځان له موږ څخه پردى دى
كه حيوان دى ژبه نه لرى ګونګى دى
خو د خداى له قهره هم بېره په كار ده
يوه ورځ د ټولو خلګو ګور ته لار ده
پر حيوان باندي چا ايښى دومره بار دى
خداى ته وګورئ يو څه انصاف په كار دى
په قيامت به را ژوندى دغه حيوان سي
سمدستي به د خاوند پر لور روان سي
دى به ځغلي خر به جګ ورباندي سپور وي
په اوږو به ساه شړى مخ به يې تور وي
له مېړه له ښځي وركه سوله لاره
هم له خره هم سفره سوه بېزاره
مېړه بيا پر پښو روان ښځه سپره سوه
بيا له سره هغه نوې ننداره سوه
دروازى د ښار بندېږي په قلفونو
څوك تړلاى نه سي خولې د عالمونو
عبد الباري جهاني
Friday, June 24, 2011
موچي دي كه ډاکتر
طنز
د زوړ ښار زړودوکانوکی د ادم خان موچی دوکان اوو
د دوکان په سر یوه زړه لوحه ځوړند وه چی داسی ویل کیده
د ادم خان دوکان ته ښه راغلاست
دلته هر ډول نوی او زاړه بوټان پیداکیږی او ستاسو
خو څو ورځی نه وی تیری شوی چی د ادم کاکا دوکان بند شو او دهغه زړه لوحه د زاړه دوکان په تندی پاتی شوه خو د وخت په تیریدو سره دغه زوړ دوکان ته یو زوړ ډاکټر راغی او د دی په ځای چی د ادم خان لوحه لری کړی دی هغی د پاسه یی نه چندانی نوی لوحه وراوتپله چی داسی ویل کیده
د چمن ګل ډاکټر معاینه خانی ته ښه راغلاست دلته د هر رنګه مریضانو علاج کیږی
او دلته ستاسو د مریضانو هر ډول واکسین منل کیږی څو ورځی وروسته یو زورور باران اوشو او لوحه یی بدله کړه چی داسی ویل کیده
د چمن ګل ډاکټر دوکان ته ښه راغلاست دلته د هر ډول بوټانو علاج کیږی دلته ستاسو د بوټانو هر ډول واکسین منل کیږ که تاسو دوه جوړه زاړه مریضان راوړی یو جوړ نوی مریض به تر لاسه کړی
د زوړ ښار زړودوکانوکی د ادم خان موچی دوکان اوو
د دوکان په سر یوه زړه لوحه ځوړند وه چی داسی ویل کیده
د ادم خان دوکان ته ښه راغلاست
دلته هر ډول نوی او زاړه بوټان پیداکیږی او ستاسو
دبوټانو دګنډلو فرمایش منلکیږی
که تاسو دوه جوړی زاړه بوټان راوړی یوه جوړ نوی بوټان به تر لاسه کړی خو څو ورځی نه وی تیری شوی چی د ادم کاکا دوکان بند شو او دهغه زړه لوحه د زاړه دوکان په تندی پاتی شوه خو د وخت په تیریدو سره دغه زوړ دوکان ته یو زوړ ډاکټر راغی او د دی په ځای چی د ادم خان لوحه لری کړی دی هغی د پاسه یی نه چندانی نوی لوحه وراوتپله چی داسی ویل کیده
د چمن ګل ډاکټر معاینه خانی ته ښه راغلاست دلته د هر رنګه مریضانو علاج کیږی
او دلته ستاسو د مریضانو هر ډول واکسین منل کیږی څو ورځی وروسته یو زورور باران اوشو او لوحه یی بدله کړه چی داسی ویل کیده
د چمن ګل ډاکټر دوکان ته ښه راغلاست دلته د هر ډول بوټانو علاج کیږی دلته ستاسو د بوټانو هر ډول واکسین منل کیږ که تاسو دوه جوړه زاړه مریضان راوړی یو جوړ نوی مریض به تر لاسه کړی
انجینر داود صدیقی
Thursday, June 23, 2011
مينه
ناول - ميـنه
ايمل پسرلي -- لندن
كله چې د شپې كار كوم لـه كار ځي مي ټيكسي كور ته رسوي. د سهار درې بجې وي چې كار مې خلاص شي ټيكسي راته ولاړ وي. په هغه شپه ډېر ستړى وم لـه خوبه زنګېدم لـه يوه (هاى) نه پرته مې لـه ټيكسي چلوونكي سره نورې خبرې نه غوښتې. په لندن كې ټيكسي چلوونكي عموماً غلي وي ښايي د لندن تنګ او لـه موټرونو ډك سړكونه به د دوى د چوپتيا علت وي يا به هم هغه راديويي مخابره وي چې هره ګړۍ نيمه وروسته د چا غږ پرې اوري. د شپې مهالې د لندن تنګ سړكونه پلن ښكاري موټر ډېر لږ وي بشپړه خاموشي وي خو مخابره نه غلې كېږي.
نور كله به ما لـه ټيكسي چلوونكيو سره ډېرې خبرې كولې د دوىعجيبه دنيا وي. هر ډول خلك په كې وينې په تېره د وروسته پاتې نړۍ ډېر ښه او تكړه خلك دلته ټيكسي چلوي كله كله دومره پخې خبرې كوي چې د (موټروان) هغه تصور دې لـه ذهنه وباسي چې خپلو وطني موټروانانو در كړى وي.
يوه ورځ يوه راسره په نړيوال سياست خبرې كولې زما لـه سياست نه ښه نه راځي خو هغه چې نړيوالې پېښې څرنګه تحليلولې او رڼا يې پرې اچوله ډېر منطقي ښكارېد، سړى يې اړايسته چې ورته غوږ شي.
خو د كومې شپې خبره چې ما كوله په هغه شپه چلوونكى تر سياست او نورو خبرو په موسيقۍ ډير مين و. راډيو يې لګولې وه. عموماً ټيكسي چلوونكي پوښتنه كوي چې راډيو خو به بده نه را باندې لګېږي خو ده بې پوښتنې دا كار كړى و.
كه رښتيا درته ووايم په هغه ستړي حالت كې هم موسيقي ښه لګېده. ډېرې سندرې غمجنې وې. په غلي لندن كې بې خوبه او ستړى ذهن د ګيتار او وايلن لـه سويو غږونو پرته نور څه په ګرانه زغملى شي. يا ښايي زه داسې وم. د راډيو هغه چاينل يو ځوان پرزنټر (وړاندې كوونكى) پر مخ بيوه هغه به د سندرو په منځ كې د راډيو تيلي فوني شمېره وركوله، خلكو به هم زنګ واهه.
په خوب وړو سترګو چې پام مې هم يوازې راډيو ته و ناڅاپه مې ټيكسي چلوونكي ته وكتل هغه لـه سندرو سره خپل سر په منظمه توګه خوځاوهْ. مخابرې ته يې ځواب نه وايهْ. يوه شېبه ورته ځير شوم، د مديترانې لـه استوګنو راته ښكاره شو، يو ځل يې اوږد او سوړ اسويلى وكېښ د هغه اسويلي لكه چې ما ته هم خپله ستړيا را په زړه كړه سترګې مې پټې كړې بيا مې راډيو ته غوږ شو، سندره خلاصه شوې وه، يوې جلكې په ټيلې فون خبرې كولې، خپل نوم يې "جيري" وښود. ويل يې ډېره ستړې ده. په كټ كې اوږده غځېدلې راډيو اوري، خوب نــــــه ورځي هـــغــــه ملګرى يې پــــه زړه وريږي چې په دې وروستيو كې ترې خپه شوى او دا يې پراېښې، هغې ويـــل مـــلــګـري يې د شپې كار كاوهْ دې د ورځې، په همدې سره وران شوي وو، ملګري يې ويل چې د شپې كار ډېره ګټه لري هــــغــــه پيسو ته اړ دى او دې ويل پيسې دې ســـر وخوري چې ژونـــد نـــه وي، د راډيو پرزنټر وپوښتله:-
- كه اوس هغه ملګرى بيا درشي او بيا هم لـه خپل زاړه كاره نه تيرېږي وبه يې منې هغې وويل هو، هو هغه راباندې ګران دى لـه هغه پرته زه ژوند نه شواى كولاى كه هغه هر ځاى وي زما غږ دې واوري او راستون دې شي د راډيو وړاندې كوونكي بيا وپوښتله كومه سندره غواړې.
هغې وويل:
د تينا ارينا يوه سندره چې وايي زه په زنځيرونوتړلې يم.
د ټيكسي چلوونكي په لوړ غږ "او هو" وكړل خوښ و اېسېد. ما سندرې ته غوږ ونيوهْ ډېره ښه سندره وه سندرغاړې په پوست او خوږ غږ ويل چې دا په زنځيرونو تړلېده د خپل ملګري پخوانۍ خاطرې يې په دغه سندره كې انځورولې، سندره چې خلاصه شوه ټيكسي چلوونكي تقريباً چيغه كړه" يس" ما وپوښت: ولې؟
هغه وويل: څو ورځې مخته لـه خپلې ملګرې سره وران شوى وم، هغې نه غوښتل چې د شپې كار وكړم او ما ځكه د شپې كـــار كاوه چې د شپې ډېر كـــــار كــــولاى شــــــم او ډېرې روپۍ ګټلاى شـــم. ده وويـــــل د مــــراكـــش اوسېدونكى دى هلته يـــــې كورنۍ اوسېږي يـــوازې دده ګټو تـــه ناسته ده. دى بايد هره مياشت كور ته روپۍ ولېږي، كه د ورځې كار وكړي داسې نه شواى كولاى. ما ورته وويل چې
- خپلې ملګرې ته دې ولې داسې نه ويل.
ده وويل:
هغه ددې ځاى ده كه دا ورته ووايم چې خپلې كورنۍ ته دومره كار كوم ليونى به راته وايي پرې به مې ږدي. هغه په ما ګرانه ده زه يې پرېښودل نه غواړم. كه خپه يوو پخلا به شو كه مو سره پرېښودل بيا به مې ډېره يادېږي.
زما كور رارسېدلى و چې كوزېدم ده راته وويل:
نن شپه نور كار نه كوم سيخ ځم خپلې ملګرې ته.
ما ورته وويل:
اوس به هغه ويده وي، ده وويل:
نه، نه نه ده ويده وا دې نه ورېدل چې ويل يې كه هغه هر ځاى وي راستون دې شي.

Monday, May 16, 2011
یو خوږ طنز
نوروزی
نوي کال ته لا څو شپې پاتې وې، چې د کلي هلکانو په بيړه بيړه د ماښام خواړه تر ستوني کړي وو او د کلي مخې ته له خپلو اوږدو لکړو سره راووتل. د سترګو په رپ کې يې يوه ته د پېري کالي ورواغوستل او هغه داسې چې دواړه لاسونه يې ورباندې جوښت پورته کړل او سپين څادر يې ورنه تاو کړ. په بډه کې يې ورته دوه لرګي له يوې او بلې خوا نه ومنډل د غاړې کميس يې ورباندې کښته وښوياوه او لستوڼي يې د بډې لرګيو ته ورواغوستل. بل يې له ځانه مير کنډول جوړ کړ. د وزې له وړيو يې ږيره کېښوده او د ژوندۍ پيشو له لکۍ څخه يې تاو راتاو غزېدلي ويروونکي بروتان کېښودل. نورو يوازې زړې کاسې او جامونه په لاسونو کې ونيول او ماته يې تش جوال چې بې له غلې يې دروندوالى له څلورو منو لږ نه و، په ډنګرو اوږو راپه شا کړ. ميرکنډول چې د سپين لنګوټي يو ول يې له غاړې تاو کړى و له خپلې اوږدې لکړې سره دمخه شو، پيرى يې تر شا له ځان پسې روان کړ او موږ ورپسې شوو. لومړى مو د کلي د يوې شتمنې کونډې د کور ور وروواهه. له هغې خوا غږ شو: څوک يې؟ په دې توره شپه څه غواړې؟ ميرکنډول ورغږ کړ:د خداى حق غواړو،د ژمى له تورو بلاګانوپه امن پاته شوى يي ور بيرته کړه! ور بېرته شو. درنګ ساعت ته بيا په شتمنې کونډې ابۍ لړزه لګېدلې وه اوکله چې يې د کوټې په غولي کې د پيري ګډا ګانې هم وليدې نو نږدې و چې، په جوال کې دومره غله واچوي چې د نوروزي څلو ر چرګان پرې پيرودل کېدلاى شول، خو ميرکنډول د ((ياهو)) په چيغه بيړه وکړه او ژر له کوره راووتلو...! ر. ځواکمن
لنډه کیسه
جادوګر ملا
چا به ورته جا د وګر او چا به ورته لوړ ملا وایه . خو مخا مخ یې ورته یواځې ملا صیب ، او یوشمیرسپین ږیرو به ورته د « شیرمحمد » ملا نه ويل .
هغه ډیر عمر د لا هور په ښار کې تیر کړی و او د ملا توب د رسونه یې هم هلته په جوما ت او مد رسو کې لوستلي وو.
هغه د ملا یي او مذ هبي سبقونو تر څنګ د لا هور په ښا ر کې لومړني جا د وګري چلونه هم زده کړي وو.
پوره ملا شوی لا نه و خود وطن اوکلي شوق یې را ولا ړ شواو ځا ن یې خپل کلي ته را ورسا وه . سره د دې چې نیمچه ملا و خو ځا ن یې ستر مولوي مشهور کړی و.
په کلي کې هم د هغه اوس ډ یر قد ر کید و او خلکو ورته په درنه سترګه کتل . هغه به په هره نا سته کې غټې غټې ویشتلې او لا کله کله به یې په جوما ت کې مسلې هم کولې . د جوما ت ملا ا ما م خو یوا ځې د جمې مونځ او دوا(دوعا ) زده وه او دغه دجوما ت اما مت ورته د پلار نیکه نه میرا ثي پا تې و ، نو شیرمحمد ملا ورته ځکه ستر مولوي او لوي عا لم ښکا ريد و .
نورو خلکوبه هم ورته د مولوي په سترګه کتل . هغه به کله کله په خپلو خبروکې پنجا بي او اردو ژبې هم ورګډ ولې او دا به یې نود د ه په لوي علمیت د لا لت کا وه .
د کلي خلک نا لوستي او دې ورته ددې متل په حسا ب چې : « په ړند وکې یو سترګی با چا وي » ستر پوه ما لومید و.
ملا صیب ورو ورو خپل د مدا ریتوب چلونه هم کله کله خلکوته ښکا ره کول او په هر ګوډ اوچنه کې به د ملا صیب د علمیت خبرې کید لې . ویل کید ل به چې ملا صیب د خا ورو نه پیسې جوړوي . هغه د څا د ر په پلو کې خا وره واچوي او چې د م پې ووایي نوروپئ ترې جوړې شي .
د خلکو په مینځ کې د اسې اوا زې هم وې چې :
که په کند و یا ګوډي کې یې غنم جوار خلا ص شي نوپه خپل سیر (سحر) او د مونویې بیرته ډ کوي ، ځکه خو خواره ورځ نه لري .
دخلکو په مینځ کې داهم ویل کید ل چې ملا صیب کله کله چاته په قا رشي نو په خپل سیر یې لیوني کوي او بیا هغوی ا پلتې ولي ، چټیات وایي اونوروته کنځلې کوي .
وایي چې یوه ورځ خپل سخر (خسر) ته په غوسه شوی و او په هغه یې د ا سې جا دو کړی و چې د شپې له کوره بربنډ ( لوڅ ) راوتلی و . دا ورپسې هم ویل کید ل چې بیا هغه ټوله شپه په ډ یرانونو اوپټو کې د اسې ګرد ګرد تا وید وچې ته به وایې ګډ یږي . سخر یې هم لکه چې دا خبرې د یو چا سره تا یید کړې وې او د ملا صیب د جا دو ګرۍ کاروا یانې یې ستا یلې وې .
ملا صیب چې به چا ته د م تا ویز (تعویذ) وکړ نو د هغې شوکرانه (شکرانه) خوبه یې خا مخا ورکوله اولا په هر فصل کې به یو شمیر ښځو د خپلو مړونواو کورنیو نه پټې غلې د انې هم کورته ور وړلې .
ملا صیب خو به په ښکا ره د دهقا ن د درمند ه په ورځ دنورو غریبا نانو ، ملا یا نو ،طا لبا نو اونورو لپه ګرو سره هم یو ځا ی د د رمند تلي ( د درمند ډ ګر) ته ورتلو اوخپله برخه « لپه » به یې ترې راوړله . د هغه کره خو ځکه د کال تر اخیره د غلو دا نو کمی نه لید ل کید و .
اوس اوس د ملا صیب یوه لور او پینځه زامن وو چې له د غو پینځونه یې څلور د دولت په څارګرۍ ( استخباراتو ) کې وو او په خپله یې هم د دغې مؤسیسې سره د زړه له کومي مرسته کوله .
ملا یو بل کما ل هم لا ره او هغه دا چې : هغه ناروغا ن چې د مرګ پولې ته به رسید لي وواو ځلقد ن (ځنکد ن) به یې و ، نود ه به په د م ـ جاد و زر وژل چې د ځلقد ن سختئ پې ا سا نې شي .
ښه مې په یا د دي چې یوه ورځ زموږ په چم کې یوه میر منه نا جوړه وه او د ا سې حالت ته رسید لې وه چې خوله یې ګیپ ( کوما ـ بې هوښه ) شوی وه .
هغه د ځا ن سره پیکر( فکر ) وکړ چې دا ښځه بیله هغې هم اوس د ځلقد ن حا لت ته رسیدلې ده ، نوخلکوته یې وویل او په تیره تیره د میرمنې کورنۍ یې راضي کړه چې نور به پې د ا سې د م د وا چوف کړو چې ځا ن حق ته وسپا ري او په مخه یې رڼا شي . هغه وویل چې ډ یره سخته د ه پې ، با ید چې د تل د پا ره یې سترګې پټې شي او له درد ونونه خلا صه شي . په یوه ډ اډ من اواز یې وویل :
که ستا سو اجا زه وي زه به یې رسخت کړ م !
کورنۍ یې هم موافقه وکړه او دهغوی له هوکړې نه وروسته ملا د مو لوته کینا ستو . ډ یر وخت یې په د م ـ د وا او جا د و ګرۍ با ند ې تیر کړو او ځینې ځینې پنجا بي منترې یې هم وویلې ، خونا روغه میرمنې لا هما غسې ځګیروي کول . د ه خو خپل ځا ن ښه ډ اډ من وښود واو وي ویل چې بس لږ سا ت وروسته به سا ورکړي اوځا ن به حق ته وسپاري .
مخکې هم څو څو وارې ملا صیب د غسې مریضا نوته په کټ کینا ستلی او ویلي دي چې ډ یره سخته وه پې نو د حق په لور مې ورواستا وه .د هغه مسخد (موخه) د ا وچې ځلقد ن مې ورله اسا ن کړ او ژر مې رسخت کړ .
په دې ناروغه میرمن یې هم یقین را غلې وچې لږ سا ت نیم پس به یې سا وخیژي .
د هغه خو با ور راغلی وچې میر منه به ډ یره زر مړه شي ، نو ځکه یې ورله د کورنۍ نه د هغې د مرګ د د وعا د لوستلواجا زه ا خیستلې وه ، خو میرمنې د رې شپې او درې ورځې ځلکد ن وکړ او لا ژوند ۍ وه .
د رې ورځې وروسته چې هغه وفا ت شوه او خلک یې اوزر ( فاتحې ) ته را تلل نو ملا هم د مړي کورته راغي ، خوهغه هیڅ ونه ویل چې ولې یې « د م » تا ثیر ونه کړچې میرمنه یې د د ې د ونیا د عذا ب نه خلا صه کړې وای . * * * * * یوه ورځ زه د خپلو خپلوانو کلا ته ور روان وم . د کلا د دروازې د سویلي برخې د د یوا ل پیتا وي ته ملا صیب ولاړ و او داسې ما لومید و چې څوک یې په کار دي . زه چې یې ولید م نوډ یر زر زما په لور را روان شو او لږ خوشاله راته هم مالوم شو . له ستړي مشي نه وروسته یې راته وویل چې : یود وه میلټه به د ې پیتا وي ته کینو ! زه هم ورسره روا ن شوم او چې کینا ستو نوملا راته په ډ یر ما ت وزر سره خبره پیل کړه :
کړل یې ( ویل یې ) :
جما ل خا نه زویه !
د لته د ې ستا سو د خپلوا نو په اوجره ( حجره ــ بیټک ) کې د حکمرا ن صا حب ( اوس د حکمران په چوکۍ والي نا ست وي ) زوي چې د خوشا ل خا ن د لیسې زده کوونکی دی او څو تنه نور ستا سو د کابل زده کوونکي نا ست د ي او زه یې ټینګ را نیولی یم ، راته وا یي چې : ملا صاحبه ته خو د نجوم ، غیبو ویلو او د پټو راز ونو د کشفولو په علم کې ډ یر مخته تللی یې ، هرڅه ما لومولی او اټکل یې کولای شې . نومونږ غواړو چې ستا د علمیت نښې نښا نې په خپلوسترګو ووینو . د ده په مخ کې یې ورته د علمیت کلمه استعما لوله که نه نوپه غیا ب کې یې ورته جا دوګر(سیرګر) ملا وایه .
دغه زده کوونکي ورته ویلي ووچې : موږ به د لته په میز د اورلګیت ( اور د بلي) څو دانې تیلي ( پلتې ) یود بل د پا سه کیږ د و او ته بهر ووځه . مونږه به یوه تیلي ته ګوته وروړو اوته یې بیا موږ ته ووایه چې کوم یوه ته مو لا س وروړی دی .
د حکمران صا حب زوي او د کور خا وند زده کوونکي دا خبره مخکې هم اورید لې وه چې لوړ ملا (جادوګرملا ) هغه تیلی ما لومولی شي چې چا د ده په غیا ب کې ګوتې وروړې وي او انتخا ب کړی یې وي .
اوس د وی هم ځکه غوښتل چې په خپله یې وګوري اود ملا کما ل ما لوم کا ندي .
جما ل خان : بس نوڅه سر به دې خوږوم ، په پای کې ملا صیب راته په ایړه خوله سوا ل وکړ چې :
زویه څه وکړو اوس مې د حکمرا ن صاحب زوي نه پریږ دي .
اوس به نو د خیره سره ته د ا سې وکړې چې د وی هر تیلي ته لاس وروړو نو ته به هم هغه ځا ی ته چې زه یې درښیم لا س وروړې . زه به پوه شم چې د وی کوم تیلي ته ګوتې ور وړې د ي .
که له ټولو نه پا س تیلی و ، ته به سرته لا س وروړې !
که د ویم و نو تندي ته به لا س ور وړې !
که دریم و سترګو ته اوکه څلورم وپوزې (پزې) اوکه پینځم و نو خولې ته به لا س وروړې ! هغوی ټول پینځه تيلي یو د بل د پا سه ږد ي .
ملا صیب راته دا هم وویل : ګوره بچوچې دا خبره چا ته ونه کړې !
* * * * * زه مخکې ننوتلم او ملا زما نه وروسته د اوجرې دروازې ته را نیژ دې شو . هلکا نوته یې غږ (ږغ) وکړچې تا سو اوس پینځه تیلي یو په بل کیږدئ او یوتن یوه ګوته وروړئ !
زما منتر ښه پوخ شوی دي چې کله تاسو تیلي ته ګوته وروړئ نوزه به بیا کوټې ته د رننوځم . ملا صیب په همد ې با نه بارته راوتلی وچې : با ید لږ یې پریږدئ چې خپل منتر پو خ کړي .
په دې وخت کې د حکمران صیب زوي ، څلورم تیلي ته ګوته وروړله ، خو ملا ته دا ځا ی نه ښکاره کید و. بیا ورته هغه غږ وکړ چې اوس را ننوځه !
ملا صیب چې څنګه را ننوتو نو د ځا ن سره بوڼید و بنګید واولاتر اوسه یې په خپلو منترو منتر و شوخند و نه و هل .
چې ماته یې څنګه را وکتل نو ما پوزې ته لا س وروړو او ملا صیب هم د ټکه څلورم تیلی را کش کړو . هغوی ټول حیران شول او با ور یې راغی چې ملا صیب خو رشتیا نجمي او یو جا د و ګر ملا دی . د هرڅه اټکل کولا ی شي اوپه هر څه په غیابو کې پوهیږي . په د ې ګړۍ کې د ملا صیب « قره » نوره هم جګه شوه ، خو ما لا تر ننه پورې چا ته نه وو ویلي . دا مې اول ځل دی چې پس له پنځو سو ـ دوه پنځوسو کا لو نه د ملا صیب خبره رسوا کوم اوخلکوته یې ښکاره کوم . ما هم هغه د بهرنیا نو د پټو ارشیپونو په څیر کار وکړچې په هرو پنځوسو یا سلو کا لوکې بهرته را ایستل کیږي او پټې پټې خبرې په کې افشأ کیږي . په دې مې هم اوس سر پوره پوره خلا ص دی چې ملا صیب څنګه غیب ویل کوي او څنګه په ولسي او عوا موخلکو خپل « ســـا م » پریبا سي. محمد عـیـا ن عـیــا ن

Saturday, May 7, 2011
د انسان په باره کي په زړه پوري معلومات
د انسان په باره کي په زړه پوري معلومات
انسان تر ټولو نورو موجوداتو ډيري خبري کوي. څېړونکو د انسان متوسط عمر اویا کاله بللی دﺉ چي په دغه مدت کي څوک ۱۳ کاله خبري کوي، ۶ کاله خواړه خوري او ۲۳ کاله هم بيديږي (ويديږي) . په متوسط توګه هر څوک په سلګونو ټنه خواړه خوري. که ده انسانانو وزن د ۷۵ څخه تر ۸۰ کیلو پوري وبلل سي نو ويلای سوچي هر څوک په خپل ټوله ژوند کي تر خپل وزن د ۱۲۵۰ څخه تر ۱۳۳۵ چنده پوري غذا خوري. په یوه ورځ یا ۲۴ ساعتو کي ۱۰۰۰ لېټره هوا تنفسوي او زړه يې په هره دقيقه کي ۸۰ تر ۱۰۰ واري پوري غورځي، نو ګواکي د انسان زړه په ټوله ژوند کښي ۲ ميليارده او ۵۸ میليونه واري ، بېله دمي او اغلباٌ بېله کومي ستونزي ، غورځي (دربيږي) .
د انسان په وجود کي تر ټولو حساس غړی سترګه ده ، چي کو لای سي د ۱۰زرو رنګونو تشخيص وکړي. ماشومان تر ۸ میاشتنۍ پوري دنیا توره او سپينه ويني.

انسان هغه یوازنی موجود دﺉ چي ولاړ او پر دو پښو تګ کوي. په اوسطه توګه انسان په یوه ورځ کي ۲۰زره ګامه اخلي ، یعني په کال کي ۷ ميليون ګامه. په ۷۰ کلنې کي د دغو ګامونو شمېر و ۵۰۰ ميليونو ته رسيږي، يعني ۵۰۰ زره کيلومتره لار په وهل کيږي . په دې حساب نو انسان په ژوند کي کولای سي چي په پښو ۹ واري د دنیا پر کره راوګرځي يا و سپومۍ ته پياده ولاړسي ، البته که د مځکي او سپوږمۍ تر منځ واټن ۳۹۰ زره کيلومتره وبلل سي.
د انسان بدن په يوه فوق العاده پوښ سره پوښلی دﺉ چي پوست (پوټکي) ورته ويل کیږي ، پر دغه پوست په هر ساعت کي ۳۰ ميليونه ميکروبه کښېني، چي ۲۹ ميليونه يې وژل کيږي او پسله هرو ۲ ساعتو د ۳۰ ميليونو څخه یوازي ۷ زره پاته کيږي.
د انسان په بدن کي له ۲ څخه تر ۴ ميليونو د درد نقطې سته چي حساسيت يې د پوستکي د موقعیت په نسبت تو پير سره لري.
د انسان بدن حيرانوونکی مقاومت لري چي کولای سي د ۴۴ تر ۴۵ درجو تودخه وزغمي او که په تدريج سره ګرمي پر ډېره سي کولای سي په وچه فضا کي حتی د ۱۵۰ څخه تر ۱۶۰ درجو حرارت لا تحمل کړي. او په يخنۍ کي انسان کولای سي تر منفي ۲۷ درجو لا ژوندی پاته سي ، البته بېله کالیو.

انسان کولای سي چي ۵۲ ورځي يوازي په اوبو ژوندی پاته سي.
Subscribe to:
Posts (Atom)