Monday, May 16, 2011

یو خوږ طنز


نوي کال ته لا څو شپې پاتې وې، چې د کلي هلکانو په بيړه بيړه د ماښام خواړه تر ستوني کړي وو او د کلي مخې ته له خپلو اوږدو لکړو سره راووتل. د سترګو په رپ کې يې يوه ته د پېري کالي ورواغوستل او هغه داسې چې دواړه لاسونه يې ورباندې جوښت پورته کړل او سپين څادر يې ورنه تاو کړ. په بډه کې يې ورته دوه لرګي له يوې او بلې خوا نه ومنډل د غاړې کميس يې ورباندې کښته وښوياوه او لستوڼي يې د بډې لرګيو ته ورواغوستل. بل يې له ځانه مير کنډول جوړ کړ. د وزې له  وړيو يې ږيره کېښوده او د ژوندۍ پيشو له لکۍ څخه يې تاو راتاو غزېدلي ويروونکي بروتان کېښودل. نورو يوازې زړې کاسې او جامونه په لاسونو کې ونيول او ماته يې تش جوال چې بې له غلې يې دروندوالى له څلورو منو لږ نه و، په ډنګرو اوږو راپه شا کړ. ميرکنډول چې د سپين لنګوټي يو ول يې له غاړې تاو کړى و له خپلې اوږدې لکړې سره دمخه شو، پيرى يې تر شا له ځان پسې روان کړ او موږ ورپسې شوو. لومړى مو د کلي د يوې شتمنې کونډې د کور ور وروواهه. له هغې خوا غږ شو: څوک يې؟ په دې توره شپه څه غواړې؟ ميرکنډول ورغږ کړ:د خداى حق غواړو،د ژمى له تورو بلاګانوپه امن پاته شوى يي ور بيرته کړه! ور بېرته شو. درنګ ساعت ته بيا په شتمنې کونډې ابۍ لړزه لګېدلې وه اوکله چې يې د کوټې په غولي کې د پيري ګډا ګانې هم وليدې نو نږدې و چې، په جوال کې دومره غله واچوي چې د نوروزي څلو ر چرګان پرې پيرودل کېدلاى شول، خو ميرکنډول د ((ياهو)) په چيغه بيړه    وکړه او ژر له کوره  راووتلو...!         ر. ځواکمن

لنډه کیسه

جادوګر ملا

چا به ورته جا د وګر او چا به ورته لوړ ملا وایه . خو مخا مخ یې ورته یواځې ملا صیب ، او یوشمیرسپین ږیرو به ورته د « شیرمحمد » ملا نه ويل .
هغه ډیر عمر د لا هور په ښار کې تیر کړی و او د ملا توب د رسونه یې هم هلته په جوما ت او مد رسو کې لوستلي وو.
هغه د ملا یي او مذ هبي سبقونو تر څنګ د لا هور په ښا ر کې لومړني جا د وګري چلونه هم زده کړي وو.
پوره ملا شوی لا نه و خود وطن اوکلي شوق یې را ولا ړ شواو ځا ن یې خپل کلي ته را ورسا وه . سره د دې چې نیمچه ملا و خو ځا ن یې ستر مولوي مشهور کړی و.
په کلي کې هم د هغه اوس ډ یر قد ر کید و او خلکو ورته په درنه سترګه کتل . هغه به په هره نا سته کې غټې غټې ویشتلې او لا کله کله به یې په جوما ت کې مسلې هم کولې . د جوما ت ملا ا ما م خو یوا ځې د جمې مونځ او دوا(دوعا ) زده وه او دغه دجوما ت اما مت ورته د پلار نیکه نه میرا ثي پا تې و ، نو شیرمحمد ملا ورته ځکه ستر مولوي او لوي عا لم ښکا ريد و .
نورو خلکوبه هم ورته د مولوي په سترګه کتل . هغه به کله کله په خپلو خبروکې پنجا بي او اردو ژبې هم ورګډ ولې او دا به یې نود د ه په لوي علمیت د لا لت کا وه .
د کلي خلک نا لوستي او دې ورته ددې متل په حسا ب چې : « په ړند وکې یو سترګی با چا وي » ستر پوه ما لومید و.
ملا صیب ورو ورو خپل د مدا ریتوب چلونه هم کله کله خلکوته ښکا ره کول او په هر ګوډ اوچنه کې به د ملا صیب د علمیت خبرې کید لې . ویل کید ل به چې ملا صیب د خا ورو نه پیسې جوړوي . هغه د څا د ر په پلو کې خا وره واچوي او چې د م پې ووایي نوروپئ ترې جوړې شي .
د خلکو په مینځ کې د اسې اوا زې هم وې چې :
که په کند و یا ګوډي کې یې غنم جوار خلا ص شي نوپه خپل سیر (سحر) او د مونویې بیرته ډ کوي ، ځکه خو خواره ورځ نه لري .
دخلکو په مینځ کې داهم ویل کید ل چې ملا صیب کله کله چاته په قا رشي نو په خپل سیر یې لیوني کوي او بیا هغوی ا پلتې ولي ، چټیات وایي اونوروته کنځلې کوي .
وایي چې یوه ورځ خپل سخر (خسر) ته په غوسه شوی و او په هغه یې د ا سې جا دو کړی و چې د شپې له کوره بربنډ ( لوڅ ) راوتلی و . دا ورپسې هم ویل کید ل چې بیا هغه ټوله شپه په ډ یرانونو اوپټو کې د اسې ګرد ګرد تا وید وچې ته به وایې ګډ یږي . سخر یې هم لکه چې دا خبرې د یو چا سره تا یید کړې وې او د ملا صیب د جا دو ګرۍ کاروا یانې یې ستا یلې وې .
ملا صیب چې به چا ته د م تا ویز (تعویذ) وکړ نو د هغې شوکرانه (شکرانه) خوبه یې خا مخا ورکوله اولا په هر فصل کې به یو شمیر ښځو د خپلو مړونواو کورنیو نه پټې غلې د انې هم کورته ور وړلې .
ملا صیب خو به په ښکا ره د دهقا ن د درمند ه په ورځ دنورو غریبا نانو ، ملا یا نو ،طا لبا نو اونورو لپه ګرو سره هم یو ځا ی د د رمند تلي ( د درمند ډ ګر) ته ورتلو اوخپله برخه « لپه » به یې ترې راوړله . د هغه کره خو ځکه د کال تر اخیره د غلو دا نو کمی نه لید ل کید و .
اوس اوس د ملا صیب یوه لور او پینځه زامن وو چې له د غو پینځونه یې څلور د دولت په څارګرۍ ( استخباراتو ) کې وو او په خپله یې هم د دغې مؤسیسې سره د زړه له کومي مرسته کوله .
ملا یو بل کما ل هم لا ره او هغه دا چې : هغه ناروغا ن چې د مرګ پولې ته به رسید لي وواو ځلقد ن (ځنکد ن) به یې و ، نود ه به په د م ـ جاد و زر وژل چې د ځلقد ن سختئ پې ا سا نې شي .
ښه مې په یا د دي چې یوه ورځ زموږ په چم کې یوه میر منه نا جوړه وه او د ا سې حالت ته رسید لې وه چې خوله یې ګیپ ( کوما ـ بې هوښه ) شوی وه .
هغه د ځا ن سره پیکر( فکر ) وکړ چې دا ښځه بیله هغې هم اوس د ځلقد ن حا لت ته رسیدلې ده ، نوخلکوته یې وویل او په تیره تیره د میرمنې کورنۍ یې راضي کړه چې نور به پې د ا سې د م د وا چوف کړو چې ځا ن حق ته وسپا ري او په مخه یې رڼا شي . هغه وویل چې ډ یره سخته د ه پې ، با ید چې د تل د پا ره یې سترګې پټې شي او له درد ونونه خلا صه شي . په یوه ډ اډ من اواز یې وویل :
که ستا سو اجا زه وي زه به یې رسخت کړ م !
کورنۍ یې هم موافقه وکړه او دهغوی له هوکړې نه وروسته ملا د مو لوته کینا ستو . ډ یر وخت یې په د م ـ د وا او جا د و ګرۍ با ند ې تیر کړو او ځینې ځینې پنجا بي منترې یې هم وویلې ، خونا روغه میرمنې لا هما غسې ځګیروي کول . د ه خو خپل ځا ن ښه ډ اډ من وښود واو وي ویل چې بس لږ سا ت وروسته به سا ورکړي اوځا ن به حق ته وسپاري .
مخکې هم څو څو وارې ملا صیب د غسې مریضا نوته په کټ کینا ستلی او ویلي دي چې ډ یره سخته وه پې نو د حق په لور مې ورواستا وه .د هغه مسخد (موخه) د ا وچې ځلقد ن مې ورله اسا ن کړ او ژر مې رسخت کړ .
په دې ناروغه میرمن یې هم یقین را غلې وچې لږ سا ت نیم پس به یې سا وخیژي .
د هغه خو با ور راغلی وچې میر منه به ډ یره زر مړه شي ، نو ځکه یې ورله د کورنۍ نه د هغې د مرګ د د وعا د لوستلواجا زه ا خیستلې وه ، خو میرمنې د رې شپې او درې ورځې ځلکد ن وکړ او لا ژوند ۍ وه .
د رې ورځې وروسته چې هغه وفا ت شوه او خلک یې اوزر ( فاتحې ) ته را تلل نو ملا هم د مړي کورته راغي ، خوهغه هیڅ ونه ویل چې ولې یې « د م » تا ثیر ونه کړچې میرمنه یې د د ې د ونیا د عذا ب نه خلا صه کړې وای . * * * * * یوه ورځ زه د خپلو خپلوانو کلا ته ور روان وم . د کلا د دروازې د سویلي برخې د د یوا ل پیتا وي ته ملا صیب ولاړ و او داسې ما لومید و چې څوک یې په کار دي . زه چې یې ولید م نوډ یر زر زما په لور را روان شو او لږ خوشاله راته هم مالوم شو . له ستړي مشي نه وروسته یې راته وویل چې : یود وه میلټه به د ې پیتا وي ته کینو ! زه هم ورسره روا ن شوم او چې کینا ستو نوملا راته په ډ یر ما ت وزر سره خبره پیل کړه :
کړل یې ( ویل یې ) :

جما ل خا نه زویه !
د لته د ې ستا سو د خپلوا نو په اوجره ( حجره ــ بیټک ) کې د حکمرا ن صا حب ( اوس د حکمران په چوکۍ والي نا ست وي ) زوي چې د خوشا ل خا ن د لیسې زده کوونکی دی او څو تنه نور ستا سو د کابل زده کوونکي نا ست د ي او زه یې ټینګ را نیولی یم ، راته وا یي چې : ملا صاحبه ته خو د نجوم ، غیبو ویلو او د پټو راز ونو د کشفولو په علم کې ډ یر مخته تللی یې ، هرڅه ما لومولی او اټکل یې کولای شې . نومونږ غواړو چې ستا د علمیت نښې نښا نې په خپلوسترګو ووینو . د ده په مخ کې یې ورته د علمیت کلمه استعما لوله که نه نوپه غیا ب کې یې ورته جا دوګر(سیرګر) ملا وایه .
دغه زده کوونکي ورته ویلي ووچې : موږ به د لته په میز د اورلګیت ( اور د بلي) څو دانې تیلي ( پلتې ) یود بل د پا سه کیږ د و او ته بهر ووځه . مونږه به یوه تیلي ته ګوته وروړو اوته یې بیا موږ ته ووایه چې کوم یوه ته مو لا س وروړی دی .
د حکمران صا حب زوي او د کور خا وند زده کوونکي دا خبره مخکې هم اورید لې وه چې لوړ ملا (جادوګرملا ) هغه تیلی ما لومولی شي چې چا د ده په غیا ب کې ګوتې وروړې وي او انتخا ب کړی یې وي .
اوس د وی هم ځکه غوښتل چې په خپله یې وګوري اود ملا کما ل ما لوم کا ندي .
جما ل خان : بس نوڅه سر به دې خوږوم ، په پای کې ملا صیب راته په ایړه خوله سوا ل وکړ چې :
زویه څه وکړو اوس مې د حکمرا ن صاحب زوي نه پریږ دي .
اوس به نو د خیره سره ته د ا سې وکړې چې د وی هر تیلي ته لاس وروړو نو ته به هم هغه ځا ی ته چې زه یې درښیم لا س وروړې . زه به پوه شم چې د وی کوم تیلي ته ګوتې ور وړې د ي .
که له ټولو نه پا س تیلی و ، ته به سرته لا س وروړې !
که د ویم و نو تندي ته به لا س ور وړې !
که دریم و سترګو ته اوکه څلورم وپوزې (پزې) اوکه پینځم و نو خولې ته به لا س وروړې ! هغوی ټول پینځه تيلي یو د بل د پا سه ږد ي .

ملا صیب راته دا هم وویل : ګوره بچوچې دا خبره چا ته ونه کړې !
* * * * * زه مخکې ننوتلم او ملا زما نه وروسته د اوجرې دروازې ته را نیژ دې شو . هلکا نوته یې غږ (ږغ) وکړچې تا سو اوس پینځه تیلي یو په بل کیږدئ او یوتن یوه ګوته وروړئ !
زما منتر ښه پوخ شوی دي چې کله تاسو تیلي ته ګوته وروړئ نوزه به بیا کوټې ته د رننوځم . ملا صیب په همد ې با نه بارته راوتلی وچې : با ید لږ یې پریږدئ چې خپل منتر پو خ کړي .
په دې وخت کې د حکمران صیب زوي ، څلورم تیلي ته ګوته وروړله ، خو ملا ته دا ځا ی نه ښکاره کید و. بیا ورته هغه غږ وکړ چې اوس را ننوځه !
ملا صیب چې څنګه را ننوتو نو د ځا ن سره بوڼید و بنګید واولاتر اوسه یې په خپلو منترو منتر و شوخند و نه و هل .
چې ماته یې څنګه را وکتل نو ما پوزې ته لا س وروړو او ملا صیب هم د ټکه څلورم تیلی را کش کړو . هغوی ټول حیران شول او با ور یې راغی چې ملا صیب خو رشتیا نجمي او یو جا د و ګر ملا دی . د هرڅه اټکل کولا ی شي اوپه هر څه په غیابو کې پوهیږي . په د ې ګړۍ کې د ملا صیب « قره » نوره هم جګه شوه ، خو ما لا تر ننه پورې چا ته نه وو ویلي . دا مې اول ځل دی چې پس له پنځو سو ـ دوه پنځوسو کا لو نه د ملا صیب خبره رسوا کوم اوخلکوته یې ښکاره کوم . ما هم هغه د بهرنیا نو د پټو ارشیپونو په څیر کار وکړچې په هرو پنځوسو یا سلو کا لوکې بهرته را ایستل کیږي او پټې پټې خبرې په کې افشأ کیږي . په دې مې هم اوس سر پوره پوره خلا ص دی چې ملا صیب څنګه غیب ویل کوي او څنګه په ولسي او عوا موخلکو خپل « ســـا م » پریبا سي.                                                                                     
محمد عـیـا ن عـیــا ن

Saturday, May 7, 2011

د انسان په باره کي په زړه پوري معلومات

د انسان په باره کي په زړه پوري معلومات
 

انسان تر ټولو نورو موجوداتو ډيري خبري کوي.  څېړونکو د انسان متوسط عمر اویا کاله بللی دﺉ چي په دغه مدت کي څوک ۱۳ کاله خبري کوي، ۶ کاله خواړه خوري او ۲۳ کاله هم بيديږي (ويديږي) . په متوسط توګه هر څوک په سلګونو ټنه خواړه خوري. که ده انسانانو وزن د ۷۵ څخه تر ۸۰  کیلو پوري وبلل سي نو ويلای سوچي هر څوک په خپل ټوله ژوند کي تر خپل وزن د ۱۲۵۰ څخه تر ۱۳۳۵ چنده پوري غذا خوري. په یوه ورځ یا ۲۴ ساعتو کي ۱۰۰۰ لېټره هوا تنفسوي او زړه يې په هره دقيقه کي ۸۰ تر ۱۰۰ واري  پوري غورځي،  نو ګواکي د انسان زړه په ټوله ژوند کښي  ۲ ميليارده او ۵۸ میليونه واري  ، بېله  دمي  او اغلباٌ بېله کومي ستونزي ،  غورځي (دربيږي) .
د انسان په وجود کي تر ټولو حساس غړی سترګه ده ، چي کو لای سي د ۱۰زرو  رنګونو تشخيص وکړي. ماشومان تر ۸ میاشتنۍ پوري دنیا توره او سپينه ويني.
 انسان هغه یوازنی موجود دﺉ چي ولاړ او پر دو پښو  تګ کوي. په اوسطه توګه انسان په یوه ورځ کي  ۲۰زره  ګامه اخلي ، یعني په کال کي ۷ ميليون ګامه. په ۷۰ کلنې کي د دغو ګامونو شمېر و ۵۰۰ ميليونو ته رسيږي، يعني ۵۰۰ زره کيلومتره لار په وهل کيږي . په دې  حساب نو انسان په ژوند کي کولای سي چي په پښو  ۹ واري د دنیا پر کره راوګرځي يا و سپومۍ ته پياده ولاړسي ، البته که د مځکي او سپوږمۍ تر منځ واټن ۳۹۰ زره کيلومتره وبلل سي.  
د انسان بدن په يوه فوق العاده پوښ سره پوښلی دﺉ چي پوست (پوټکي) ورته ويل کیږي ، پر دغه پوست په هر ساعت کي ۳۰ ميليونه ميکروبه کښېني، چي ۲۹ ميليونه يې وژل کيږي او پسله هرو ۲ ساعتو د ۳۰ ميليونو څخه  یوازي ۷ زره پاته کيږي.
د انسان په بدن کي له ۲ څخه تر ۴ ميليونو د درد نقطې سته چي حساسيت يې د پوستکي د موقعیت په نسبت تو پير سره لري.
د انسان بدن حيرانوونکی  مقاومت لري چي کولای سي د ۴۴ تر ۴۵ درجو تودخه وزغمي او که په تدريج سره ګرمي پر ډېره سي کولای سي په وچه  فضا کي حتی د ۱۵۰ څخه تر ۱۶۰ درجو حرارت لا تحمل کړي. او په يخنۍ کي انسان کولای سي تر منفي ۲۷ درجو لا ژوندی پاته سي ، البته بېله کالیو. 
انسان کولای سي چي ۵۲ ورځي يوازي په اوبو ژوندی پاته  سي.