Friday, June 24, 2011

موچي دي كه ډاکتر

طنز
د زوړ ښار زړودوکانوکی د ادم خان موچی دوکان اوو
د دوکان په سر یوه زړه لوحه ځوړند وه چی داسی ویل کیده
د ادم خان دوکان ته ښه راغلاست
دلته هر ډول نوی او زاړه بوټان پیداکیږی او ستاسو

دبوټانو دګنډلو فرمایش منلکیږی
که تاسو دوه جوړی زاړه بوټان راوړی یوه جوړ نوی بوټان به تر لاسه کړی
خو څو ورځی نه وی تیری شوی چی د ادم کاکا دوکان بند شو او دهغه زړه لوحه  د زاړه دوکان په تندی پاتی شوه  خو د وخت په تیریدو سره دغه زوړ دوکان ته یو زوړ ډاکټر راغی او د دی په ځای چی د ادم خان لوحه لری کړی دی هغی د پاسه یی  نه چندانی نوی لوحه وراوتپله  چی داسی ویل کیده
  د چمن ګل ډاکټر معاینه خانی ته ښه راغلاست دلته د هر رنګه مریضانو علاج کیږی 
او دلته ستاسو د مریضانو هر ډول واکسین منل کیږی څو ورځی وروسته یو زورور باران اوشو او لوحه یی بدله کړه چی داسی ویل کیده
د چمن ګل ډاکټر دوکان ته ښه راغلاست  دلته د هر ډول بوټانو علاج کیږی دلته ستاسو د بوټانو هر ډول واکسین منل کیږ  که تاسو دوه جوړه زاړه مریضان راوړی یو جوړ نوی مریض به تر لاسه کړی


  انجینر داود صدیقی

Thursday, June 23, 2011

مينه

ناول - ميـنه
ايمل پسرلي -- لندن

كله چې د شپې كار كوم لـه كار ځي مي ټيكسي كور ته رسوي. د سهار درې بجې وي چې كار مې خلاص شي ټيكسي راته ولاړ وي. په هغه شپه ډېر ستړى وم لـه خوبه زنګېدم لـه يوه (هاى) نه پرته مې لـه ټيكسي چلوونكي سره نورې خبرې نه غوښتې. په لندن كې ټيكسي چلوونكي عموماً غلي وي ښايي د لندن تنګ او لـه موټرونو ډك سړكونه به د دوى د چوپتيا علت وي يا به هم هغه راديويي مخابره وي چې هره ګړۍ نيمه وروسته د چا غږ پرې اوري. د شپې مهالې د لندن تنګ سړكونه پلن ښكاري موټر ډېر لږ وي بشپړه خاموشي وي خو مخابره نه غلې كېږي.
نور كله به ما لـه ټيكسي چلوونكيو سره ډېرې خبرې كولې د دوىعجيبه دنيا وي. هر ډول خلك په كې وينې په تېره د وروسته پاتې نړۍ ډېر ښه او تكړه خلك دلته ټيكسي چلوي كله كله دومره پخې خبرې كوي چې د (موټروان) هغه تصور دې لـه ذهنه وباسي چې خپلو وطني موټروانانو در كړى وي.
يوه ورځ يوه راسره په نړيوال سياست خبرې كولې زما لـه سياست نه ښه نه راځي خو هغه چې نړيوالې پېښې څرنګه تحليلولې او رڼا يې پرې اچوله ډېر منطقي ښكارېد، سړى يې اړايسته چې ورته غوږ شي.
خو د كومې شپې خبره چې ما كوله په هغه شپه چلوونكى تر سياست او نورو خبرو په موسيقۍ ډير مين و. راډيو يې لګولې وه. عموماً ټيكسي چلوونكي پوښتنه كوي چې راډيو خو به بده نه را باندې لګېږي خو ده بې پوښتنې دا كار كړى و.
كه رښتيا درته ووايم په هغه ستړي حالت كې هم موسيقي ښه لګېده. ډېرې سندرې غمجنې وې. په غلي لندن كې بې خوبه او ستړى ذهن د ګيتار او وايلن لـه سويو غږونو پرته نور څه په ګرانه زغملى شي. يا ښايي زه داسې وم. د راډيو هغه چاينل يو ځوان پرزنټر (وړاندې كوونكى) پر مخ بيوه هغه به د سندرو په منځ كې د راډيو تيلي فوني شمېره وركوله، خلكو به هم زنګ واهه.
په خوب وړو سترګو چې پام مې هم يوازې راډيو ته و ناڅاپه مې ټيكسي چلوونكي ته وكتل هغه لـه سندرو سره خپل سر په منظمه توګه خوځاوهْ. مخابرې ته يې ځواب نه وايهْ. يوه شېبه ورته ځير شوم، د مديترانې لـه استوګنو راته ښكاره شو، يو ځل يې اوږد او سوړ اسويلى وكېښ د هغه اسويلي لكه چې ما ته هم خپله ستړيا را په زړه كړه سترګې مې پټې كړې بيا مې راډيو ته غوږ شو، سندره خلاصه شوې وه، يوې جلكې په ټيلې فون خبرې كولې، خپل نوم يې "جيري" وښود. ويل يې ډېره ستړې ده. په كټ كې اوږده غځېدلې راډيو اوري، خوب نــــــه ورځي هـــغــــه ملګرى يې پــــه زړه وريږي چې په دې وروستيو كې ترې خپه شوى او دا يې پراېښې، هغې ويـــل مـــلــګـري يې د شپې كار كاوهْ دې د ورځې، په همدې سره وران شوي وو، ملګري يې ويل چې د شپې كار ډېره ګټه لري هــــغــــه پيسو ته اړ دى او دې ويل پيسې دې ســـر وخوري چې ژونـــد نـــه وي، د راډيو پرزنټر وپوښتله:-
- كه اوس هغه ملګرى بيا درشي او بيا هم لـه خپل زاړه كاره نه تيرېږي وبه يې منې هغې وويل هو، هو هغه راباندې ګران دى لـه هغه پرته زه ژوند نه شواى كولاى كه هغه هر ځاى وي زما غږ دې واوري او راستون دې شي د راډيو وړاندې كوونكي بيا وپوښتله كومه سندره غواړې.
هغې وويل:
د تينا ارينا يوه سندره چې وايي زه په زنځيرونوتړلې يم.
د ټيكسي چلوونكي په لوړ غږ "او هو" وكړل خوښ و اېسېد. ما سندرې ته غوږ ونيوهْ ډېره ښه سندره وه سندرغاړې په پوست او خوږ غږ ويل چې دا په زنځيرونو تړلېده د خپل ملګري پخوانۍ خاطرې يې په دغه سندره كې انځورولې، سندره چې خلاصه شوه ټيكسي چلوونكي تقريباً چيغه كړه" يس" ما وپوښت: ولې؟
هغه وويل: څو ورځې مخته لـه خپلې ملګرې سره وران شوى وم، هغې نه غوښتل چې د شپې كار وكړم او ما ځكه د شپې كـــار كاوه چې د شپې ډېر كـــــار كــــولاى شــــــم او ډېرې روپۍ ګټلاى شـــم. ده وويـــــل د مــــراكـــش اوسېدونكى دى هلته يـــــې كورنۍ اوسېږي يـــوازې دده ګټو تـــه ناسته ده. دى بايد هره مياشت كور ته روپۍ ولېږي، كه د ورځې كار وكړي داسې نه شواى كولاى. ما ورته وويل چې
- خپلې ملګرې ته دې ولې داسې نه ويل.
ده وويل:
هغه ددې ځاى ده كه دا ورته ووايم چې خپلې كورنۍ ته دومره كار كوم ليونى به راته وايي پرې به مې ږدي. هغه په ما ګرانه ده زه يې پرېښودل نه غواړم. كه خپه يوو پخلا به شو كه مو سره پرېښودل بيا به مې ډېره يادېږي.
زما كور رارسېدلى و چې كوزېدم ده راته وويل:
نن شپه نور كار نه كوم سيخ ځم خپلې ملګرې ته.
ما ورته وويل:
اوس به هغه ويده وي، ده وويل:
نه، نه نه ده ويده وا دې نه ورېدل چې ويل يې كه هغه هر ځاى وي راستون دې شي.