Wednesday, September 26, 2012

غزل: یو څوک پر زړه را اوري د اشنا سندري وایی

 عبدالباری جهانی

یو څوک پر زړه را اوري د اشنا سندري وایی
ما ستا په نامه بولي راته ستا سندري وایی
له ځانه بیګانه سمه خپل نوم راڅخه ورک سي
خیالونه مي څوک اخلي دا د چا سندري وایی
یو تاج مي را پرسر کي د الماسو مرغلرو
ملنګ ته پټ په غوږ کي د پاچا سندري وایی
په زړه کي مي شرنګی سي نڅیدو ته مي زړه کیږي
رباب سمه نغمه سم ته وا زما سندري وایی
په هره زمزمه را څخه تښتوي خوبونه
جنون ته مي په شپه کي د لیلا سندري وایی
همدا به وي شب قدر چي ملا به تل ویله
په نیمه شپه کي راسي د رڼا سندري وایی
چي چا به جهاني ته وي ستا نوم په خوله ورکړی
چي هر محفل ته ولاړ سي د ریشتیا سندري وایی

Friday, June 1, 2012

مسلمان څوك دى؟

 (http://eslahonline.net/34004)   سرچينه: اصلاح انلاين

تاسې په دې پوه شوئ هغه انسان چې كلمه يې ويلې وي له هغه انسان نه چې كلمه يې نه وي ويلې ډير توپير لري،خو كلمه محض يو څولفظونه ندي،بلكې دا د خداى جل جلاله  د بنده ګۍ او د پيغمبر صلى الله عليه وســـــلم د پيروۍ يو تړون دى چې په دې تړون كې انسان خداى جل جلاله  او د خداى جل جلاله  بندګان په شهادت نيسي.
دا هم جوته شوه چې د كلمې په لوستلو او له خداى جل جلاله  سره دعهد په كولو انسان مسلمان كيږي او هغه څوك چې ددې گ عهد او تړون له كولو انكار كوي هغه ته كافرويل كيږي.
اوس تر هر څه دمخه هر مسلمان بايد په دې پوه شي چې (مسلمان)چاته ويل كيږي او د (مسلم)مانا څه ده، كه چيرې يوه انسان ته دا معلومه نه وي چې انسانيت څه شى دى نو هغه به د ځناورو په څير حركات كوي او دخپل انسانيت احترام به ونكړاى شي په همدې گ توګه كه چيرې يوه مسلمان ته دا معلومه نه وي، چې مسلمان څه ته وايي او بايد څه ډول اعمال ولري او په دې هم پوه نشي چې دمسلم او غير مسلم تر منځ توپير څه دى نو دغير مسلمو په څير حركات او اعمال به ترينه صادر شي.او د خپلې مسلمانۍ هيڅ قدر او احترام به ونكړاى شي نو ځكه خو هر مسلمان او دمسلمان زوى ته چې ځان ته مسلما ن وايي ښايي چې په دې خبره پوه شي چې كه ځان ته مسلمان وايي نو ددې معنا څه ده؟.
له مسلمانيدو سره د انسان په حيثيت كې څه ډول بدلون را منځته كيږي، څه مسئوليتونه لري، اسلام څه حدود لري چې د هغو د ننه په اوسيدو سره انسان مسلمان پاتې كيداى شي،او كه له دغه نه يې بهر قدم كيښود نو د اسلام او مسلمانۍ نه وزي كه څه هم هر څومره ځان ته په خوله مسلمان هم ووايي.

د اسلام مانا د خداى جل جلاله  اطاعت او فرمانبرداري كول دي،خپل ځان الله(ج) تعالى ته تسليمول اسلام دى. د خداى جل جلاله  په وړاندې له خپلې خپلواكۍ او ازادۍ نه لاس په سركيدل اسلام دى،هر څوك چې ټولې چارې او معاملې خپل حقيقي خاوند ته وسپاري هغه مسلمان دى. او هغه كسان چې خپلې معاملې په خپل لاس كې و نيسي او يا دا چې له خداى جل جلاله  نه پرته يې بل چاته وسپاري هغه مسلمان ندى،خداى جل جلاله  ته د چارو او معاملو سپارلو نه مطلب دا دى چې الله چې د خپل كتاب او د رسول الله صلى الله عليه وســـــلم په وسيله كوم هدايت او لارښوونه را ليږلې ده هغه و منل شي زيات بحث او خبرې پكې ونشي، او په ژوند كې چې له څه ډول معاملو سره مخ شي،په هغو كې بايد  يوازې پر قراّن او سنت رسول صلې الله عليه وســـــلم باندې عمل وكړي.
هر څوك چې خپل عقل،د دنيا دستور او له الله جل جلاله پرته دبل هرچا خبره شاته غورځوي او په هره پيښه او معامله كې د خداى جل جلاله  او د هغه د رسول الله صلې الله عليه وســـــلم نه پوښتنه كوي چې زه بايد څه وكړم او څه ونكړم ؟ او څه هدايت او لارښوونې چې ورته د كتاب الله(ج) او سنت رسول الله صلې الله عليه وســـــلم لخوا وركول كيږي بې له ځنډه يې منلو ته غاړه ږدي او د هغه گ پر خلاف خبرې او امرونه ردوي  يوازې هم هغه (مسلمان)دى،دا ددې گ له امله چې هغه خپل ځان بالكل خپل خداى جل جلاله  ته سپارلى دى او ځان خداى ته سپارل مسلماني ده.
د دى پر خلاف كوم سړى چې پر قراّن او د رسول الله صلې الله عليه وســـــلم پر سنتو عمل نكوي او خپل زړه يې چې څه ومنل هغه كوي او يايي چې څه له پلرونو او نيكونو څخه ورته په ميراث پاتې وي په هغو باندې عمل كوي او يا په دنيا كې چې څه كيږي له هغې سره سم چليږي او په خپلو معاملو كې له قراّن اوسنتو نه د پوښتنې اړتيا هم نه ويني او كه د قراّن او سنتو پر اساس ورته د هدايت او ژغورنې لاره معلومه شي د هغه په ځواب كې وايي چې زما عقل دا نه مني له دې امله دا خبره نه منم يا د پلرونو او نيكونو د عمل سره مخالفه ده نو له دې امله زه هم اوس په دې باندې عمل كوم يا دا چې د دنيا طريقه او اصول ددې گ پر خلاف دي نو له همدې گ امله زه هم بايد سره سم لاړ شم داسې سړى هيڅ مسلمان ندى .كه خپل ځانته مسلمان هم وايي نو دروغ وايي.
تاسې چې كلمه (لا اله الا الله محمد رسول الله )ووايئ او دمسلمانۍ اقرار كوئ،نو په دې سره تاسې ددې گ خبرې اقرار كوئ چې تاسې به يوازې د خداى جل جلاله  حكم د قانون په توګه منئ، ستاسې حاكم يوازې خداى جل جلاله دى پر تاسې باندې اطاعت يوازې د خداى جل جلاله  واجب دى،او حق يوازې هغه دى چې د خداى جل جلاله  دكتاب او پيغمبر صلى الله عليه وســـــلم دسنتو په وسيله څرګند شوى وي ددې گ مانا داده چې تاسې له مسلمانۍ نه وروسته د خداى جل جلاله  په مخكې له خپلې اّزادۍ او خپلواكۍ نه لاس واخيست .اوس تاسې ته ددې گ خبرو كولو حق نشته چې و وائي زما رايه او نظر د ادى،يا د دنيا دستور دادى،يا دكورنۍ او نيكونو رواج دادى،يا پلانى بزرګ داسې فرمايي،د خداى جل جلاله  د كلام او دهغه د رسول صلې الله عليه وســـــلم د سنتو په وړاندې تاسې هيڅ شى نشى وړاندې كولى،اوس ستاسې و ظيفه داده چې هر شى قران او د پيغمبر صلې الله عليه وســـــلم سنتو ته وړاندې كړئ، څه چې ورسره برابروو هغه و منئ او څه چې د هغو پر خلاف وو هغه را واخلئ ليرې يې وغورځوئ كه  هغه د چا خبره وي او كه د چا طريقه وي،خپل ځان ته مسلمان ويل او بيا د قراّن او سنتو په مقابل كې د خپل فكر يا د دنيا  دستور او د كوم انسان قول او فكر ته تر جيح وركول دا دواړه د يو بل ضددي.
څرنګه چې يو ړوند سړى خپل ځانته بينا نشي ويلى او يا بې پوز ې سړى نشي ويلى چې زه پوزه لرم په همدې گ توګه هيڅوك هم ځانته په دې صورت كې مسلمان نشي ويلى چې د خپل ژوند په ټولو معاملو كې د قراّن اوسنت له منلونه انكار او ډډه وكړي.او د خداى جل جلاله او د رسول صلې الله عليه وســـــلم په مخكې خپل عقل يا د دنيا دستور او يا د كوم انسان قول او عمل وړاندې كړي.
كوم سړى چې نه غواړي چې هغه مسلمان واوسيږي هغه هيڅوك هم په زوره مسلمانۍ ته نشي مجبورولى.هغه خوښمن دى چې كوم دين يې زړه غواړي ويې مني او چې كوم نوم يې چې خوښ وي پر ځان يې كيږدي.
خو كله چې هغه ځانته مسلمان وايي بايد په دې ښه پوه شي چې دى يوازې هغه وخت مسلمان پاتې كيدلى  شي كله چې د اسلام په چوكاټ كې ژوند كوي.د خداى (ج)كلام او دهغه درسول صلى الله عليه وســـــلم سنت دحق او صداقت معيار ګڼل او د هغې بر خلاف هر څه باطل او بې كاره ګڼل د اسلام دايره ده په دغه دايره كې چې هر څوك او سيږي هغه مسلمان دى.له دې نه بهر په قدم ايښودلو سره سړى له اسلام نه وزي او له دې نه وروسته كه چيرې هغه خپل ځان مسلمان ګڼي او يا ځانته مسلمان وايي نو هغه خپل نفس ته هم دوكه وركوي او دنيا ته هم.
اسلام دا حكم كوي چې انسان يوازې د خداى جل جلاله  فرمان منونكى وى او د داسې طريقې،قانون يا حكم له منلونه انكار وكړي چې د خداى جل جلاله  دراليږل شوي هدايت او دستور مخالف وي.د اسلام او كفر تر منځ داتوپير په قراّن مجيد كې په ښه ډول ياد شويدى خداى جل جلاله  فرمايلي دي.
ومن لم يحكم بما انزل الله فاولئك هم الكفرون
(المائده)
يعنى هغه څوك چې د خداى د را استولي هدايت له مخې پريكړه نكوي،نو هغوى په حقيقت كې كافران دي.
د پريكړې له كولونه مطلب دا ندى چې محكمې ته كومه شخړه لاړه شي يوازې د هغې پريكړه دې د خداى دكتاب په مطابق وشي،بلكې له پريكړې نه مراد هغه پريكړه ده چې هر سړى يې په خپل ژوند كې هر وخت كوي.
هر وخت له تاسې سره دا پوښتنه پيدا كيږي چې پلانى كار وكړم او كه يې ونكړم؟ په پلانى معامله كې دا طريقه غوره كړم او كه هغه بله ؟په دغسې حالاتو كې يوه طريقه د خداى  (ج)كتاب او د پيغمبر صلې الله عليه وســـــلم سنت او بله طريقه دانسان خپلې نفسي غوښتنې،د پلرونو او نيكونو دودونه او ياد انسانانو جوړ كړاى شوى قانون دى اوس چې هر سړى د خداى جل جلاله  داښودلې طريقه پريږدي او دبلې طريقې  په مطابق د كار كولو پريكړه كوي،هغه په اصل كې د كفر طريقه غوره كوي او كه هغه دخپل ټول ژوند لپاره په همدې گ كږه لاره روان وو او هغه غوره وګڼله نو پوره كافر دى او كه چيرې هغه په ځينو پيښو كې دخداى هدايت او لارښودنه مني او په ځينو نورو كې دخپل نفس غوښتنې، دود او دستور،او د انسانانو قانون د خداى (ج)په قانون باندې مقدم او محترم و ګڼي،نو څومره چې هغه د خداى (ج)له قانون نه سر غړونه كوي په همدې گ كچه (اندازه)په كفر كې اخته كيږي،څوك نيمايي كافروي – څوك څلورمه برخه كافر وي-په چاكې لسمه حصه كفروي-او په چاكې شلمه حصه،لنډه دا څومره چې د خداى جل جلاله  له قانون نه بغاوت او سر غړونه را پيدا شي په انسان كې همدومره كفر را منځته كيږي.
اسلام دې ته ويلى شي چې انسان دې يوازې د خداى غلام وي نه د نفس بنده او مريى، نه دې د پلرونو او نيكونو-نه دې د كورنيو او قبيلو مريى او بنده وي،نه دمولوى صيب او پير صيب بنده او مريى، نه دې د زمكې د خاوند او رئيس بنده اومريى وي دا ددې گ لپاره چې د خداى له ذات نه پرته بل هيڅوك د بندګۍ لايق او سزاوار نشته.

Thursday, May 31, 2012

دایران ۲۵ میلون ډالره، دافغانستان او امریکا ترمینځ دستراتیژیکو همکاریو تړون لپاره

سرچینه: اصلاح انلاين
ځينې سرچينې دعوه کوي، چې ايران د افغانستان او امريکا د ستراتيژيکو همکاريو د سند د تاييد د مخنيوي په موخه ٢٥ ميليون ډالره ځانګړي کړي او د ولسي جرګې غړي حضرت علي ته يې هم په دې موخه پيسې ورکړې دي .
خو په کابل کې د ايران سفارت دغه څرګندونې رد کړې .
د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک تېره مياشت د دواړو هېوادونو ولسمشرانو لاسليک کړ، د ملي شورا د دواړو مجلسونو د بهرنيو چارو کمېسيونونو تاييد کړى او ټاکل شوې، چې د راتلونکې شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د تاييد لپاره وړاندې شي.
نورو هېوادونو تر دې هوکړه ليک وروسته تر اوسه په دې اړه څرګند مخالفت نه دى کړى، خو ايران ورسره مخالفت ښودلى او په کابل کې يې سفير د افغانستان د مشرانو جرګې له مشر څخه غوښتي و، چې دغه جرګه ياد شوى هوکړه ليک تاييد نه کړي.
د ولسي جرګې ځينو غړيو هم مخکې ويلي و، چې ايراني چارواکي ددې جرګې له غړيو سره ليدنې کوي، ترڅو د ياد شوي سند د تاييد مخه ونيسي.
نن يوې مهمې حکومتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي،پژواک خبري اژانس ته وويل چې ايراني چارواکيو د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي ته پيسې ورکړي ،چې د جرګې پر غړيو يې ووېشي او په دې توګه د ستراتيژيکو همکاريو د ياد شوي سند د تصويب مخه ونيسي .
سرچينې دعوه وکړه ، چې حضرت علي  د ولسي جرګې له غړيو څخه يو شمېر کسانو ته له ٥ زره تر ١٠ زره ډالره ورکړي ، ترڅو ددې سند د تاييد لپاره موافقه رايه ورنه کړي.
خو سرچينې ونه ويل چې دغه پيسې چا او څو تنو ته ورکړل شوې دي.
سرچينې زياته کړه، چې حاجي حضرت علي ايرانۍ مېرمن او د ايران په مشهد ښار کې کور هم لري.
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه ، چې په دې اړه له حضرت علي سره خبرې وکړي ، خو تر ډېرو هڅو وروسته هم اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.هر کله چې له حضرت علي سره اړيکه ټينګه شوه پژواک به د يادو تورونو په اړه د هغه څرګندونې خپرې کړي.
دې حکومتي سرچينې همداراز وويل چې د پاکستان او ايران استخباراتو په ګډه ظاهراَ‎ٍ‎ُ‎ د “مور د نړيوالې ورځې” ته د احترام په وياړ د ولسي جرګې ٦ ښځينه غړيو هر يوې ته ١٠ زره ډالر ورکړي دي، خو اصلي موخه يې داده ، چې د جرګې غړي د ياد شوي سند مخالفت وکړي.
هغه وويل ، چې په يادو شپږو تنو کې د غزني استازې شاه ګل رضايي ، د نيمروز استازې فرشته اميني او څلور نور کسان ، چې نومونه يې ياد نه کړل ، شامل دي.
د جرګې له يادو غړيو سره هم اړيکه ټينګه نه شوه .
يادې حکومتي سرچينې ونه ويل ، چې حضرت علي او نورو د جرګې يادو غړيو ته د پيسو ورکولو معلومات يې څه ډول ترلاسه کړي دي .
بلخوا د ولسي جرګې يوې غړې ، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي ،پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې  ايران په ولسي جرګه کې د ستراتيژيکو همکاريو د ياد شويو هوکړه ليک د ردېدو په موخه ٢٥ ميليونه ډالره ځانګړي کړي دي .
خو هغې هم په دې اړه نور معلومات ورنه کړل او ويې وويل: ” که د لسو کلونو لپاره د امريکا ګلم له دې ځايه ټول شي ايران ته ددې پيسو ورکول هيڅ هم نه دي .”
دغه راز سرچينه وايي، چې د ولسي جرګې لومړى مرستيال حاجي ظاهر قدير ، د دى جرګې منشي عبدالستار خواصي په  جرګه کې د کونړ استازى مولوي شهزاده شاهد او د کابل استازى سيدحسين عالمي بلخي د افغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليک د ردېدو لپاره هڅې کوي .
په دې اړه له ظاهر قدير سره اړيکه ټينګه نشوه، خو عبدالستار خواصي وايي، چې خپلې خاورې او دين ته وفادار دى او د ځينو دلايلو له امله له امريکا سره دستراتيژيکو همکاريو د سند مخالف دى، ځکه ، چې له ملي ګټو او ديني ارزښتونو سره سمون نه لري.
هغه وايي ،د يوه افغان او مسلمان په توګه مسوول دى ، چې په خپلو پرېکړو کې ديني او ملي ګټو ته پام وکړي .
خواصي زياته کړه ، چې په ياد شوي سند کې ديني مقدساتو ته د درناوي يادونه، نه ده شوې او همد راز د ٢٠٠٣ کال تړون ، چې له مخې يې بهرني ځواکونه په خپل سر عمليات کولاى شي په ياد شوي سند کې تر بل امنيتي تړون پورې د اجرا وړ بلل شوى دى .
دغه راز مولوي شهزاده شاهد د جرګې د يادې غړې د څرګندونو په اړه وويل: “دا وکيله څه اړتيا لري ، چې دغه شان څرګندونې کوي ، تبليغات خو اسانه خبره ده ، هرڅوک يې کوي،  دا ښځه به د چا نمايندګي کوي او یا به  د چا اجنټه وي .”
ده وويل، د جرګې غړي حق لري ،چې هوکړه ليک ته د رد او يا تاييد رايه ورکړي.
هغه زياته کړه: “  که نن سبا څوک د امريکا مخالف نظر ولري، نو خلک فکر کوي، چې د ايران يا پاکستان پلوي کوي او که د چا نظر د پاکستان يا ايران خلاف وي، نو خلک پرې د امريکا د پلوي ګومان کوي .”
ده په داسې حال کې، چې ويل يې د خپل دين او وطن ګټې ورته مهمې دي ، زياته کړه چې د ياد شوي هوکړه ليک پر هره ماده بايد حقوقي او علمي بحث وشي او د افغانستان ګټو ته په کتو يې په اړه پرېکړه وشي.
دشاهد په وينا، لکه څنګه ، چې حکومت د یاد شوي هوکړه ليک پر سر تر يو نيم کال ډير فکر وکړ، نو اړتيا ده ، چې د جرګې غړي هم په ډير دقت سره د سند متن وارزوي او په اړه يې تصميم ونيسي .
په ولسي جرګه کې د کابل استازى سيدحسن عالمي بلخي هم وايي: “ما هېڅکله د ياد سند د ردېدو لپاره هڅه نه ده کړې، چې هر چا ويلي دروغ يې ويلي دي.”
د ولسی جرګې ياده غړې وايي تراوسه د ولسي جرګې دوو کمېسيونونو دافغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيکوهمکاريو سند رد کړى دى .
خو د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون غړي سيدعلي کاظمي وويل، چې تراوسه په دې اړه اطلاع نلري ، چې د جرګې کوم کمېسيون دې ياد شوى سند رد کړى وي .
کاظمي وايي، دده د معلوماتو له مخې،د جرګې په کوم کمېسيون کې ،چې تراوسه ددې سند په اړه بحث شوى هلته تاييد شوى هم دى.
کاظمي زياتوي: ” زه په قوي احتمال سره ويلى شم ، چې دغه ستراتيژيک سند به له عمومي غونډې څخه هم د باور رايه ترلاسه کړي.”
د ولسي جرګې یادې غړې دا هم وويل ، چې په دې جرګه کې د لوګر د خلکو استازي محمد اکبر ستانکزي د علماوو له يوې ډلې سره ليدلي او هغوى ترې غوښتي ، چې دغه ستراتيژيک تړون ته رايه ور نه کړي .
په ولسي جرګه کې دلوګر استازي محمد اکبر ستانکزي هم هغه خبرى رد کړي، چې ګويا پرېکړه يې  کړې ده، چې ستراتيژيک تړون ته رايه نه ورکوي.
ستانکزى زياتوي : ((ماته تر هر څه دافغانستان ملي ګټې مهمې دي، زه همدا اوس ستراتيژيک تړون په مطالعې بوخت يم که افغانستان په ګټه وي رايه ورکوم او کنه نو رد وم يي .))
پژواک اژانس پرله پسې په کابل کې د ايران سفارت سره اړيکه ونيوله ، خو سفارت نن (د غبرګولي په ٤مه) غرمه مهال پژواک اژانس ته وويل ، چې ددوى کارونکي له غرمې وروسته د مازيګر ترڅلورو بجو پورې خوب کوي او يا په ښار کې سودا اخلي ، خو کله چې پژواک له څلورو بجو وروسته بيا له ياد سفارت سره اړيکه ونيوله ، نو په ځواب کې يې وويل : (( بياموږ خپله درته ټېلېفون کوو.))
خو وروسته د ايران سفارت مطبوعاتي مسوول محمد دهقاني پژواک ته وويل چې ايران تل په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه ملاتړ کړى دى.
هغه د ايران لخوا د ياد سند د رد په موخه د پيسو د ځانګړي کولو او د ولسي جرګې غړيو ته په دې موخه د پيسو ورکولو څرګندونې  رد کړې او تشې ادعاوې يې وبللې .

دمسیحیانو یوه تاریخي خطې نسخه درسول الله دنبوت زیری ورکوي

سرچینه: اصلاح انلاين
دیوې لندني جریدې په حواله دترکيې چارواکو یوه خطې نسخه تر لاسه کړې چې ګومان کیږي د برنابا دانجیل اصلي نسخه وي چې په هغې کې د محمد صلی الله علیه وسلم دنبوت زیری موجود دي، چې په دې سره به دمسیحیانو په عقایدو کې یو جنجال رامینځ ته شي.
د ډیلي ميل په حواله دبرنابا دانجیل دانسخه د کوم څاروي پر پوست کښل شوې ده او تاریخ یې ۵ میلادي قرن ته ګرځي چې ۱۲ کاله وړاندې دانسخه په ترکیه تر لاسه شوې ده.
نوموړې جریده زیاتوې، په کشف شوي انجیل کې دا په ډاګه او روښانه لیکل شوي چې عیسی علیه السلام په دار نه دی زړول شوی او هغه دمحمد راتلو بشارت او زیری ورکاوه چې هغه به خاتم النبیین وي.
ترکي چارواکو دا نسخه په کال ۲۰۰۰ میلادي کې له یوې قاچاق وړونکې ډلې نه چې تاریخي آثار يې نورو هیوادونو ته (په ځانګړې توګه غرب ته) په غیر قانوني توګه وړل تر لاسه کړې ده.
تر ټولو مهمه داده چې د روان میلادي کال په فبروري کې واتیکان (په نړۍ کې د کاتولیکې کلیسا روحاني پلازمینې) دترکیې حکومت نه رسمي غوښتنه وکړه چې دا خطي نسخه هغوی ته ور ښکاره کړي، لندنۍ جریده وايي: تر اوسه په دې اړه کوم معلومات نه شته چې دا نسخه واتیکان ته ورښودل شوې او که نه؟.
دا جریده د ایراني منابعو په حواله وايي چې نوموړې نسخه په سریاني ژبه چې له آرومي ژبې نه مشتق ده کښل شوې، ولې مسیحي نړۍ ددې نسخې له وجود نه انکار کوي.
په داسې حال کې چې ترکي چارواکي دا د برنابا دانجیل نسخه اصلي ګڼي، ولې ځنې غربي څیړونکي (د ډيلې ټلګراف په قول) دهغې په کره والي کې شکمن دي.

Wednesday, April 4, 2012

افغان انجنير ۵ بي پيلوټه الوتکي جوړي کړيدي

نازيه اقبال: د سندرو ويل بيا پيلوم

   Larawbar.com  2012-04-04       سرچينه: لر او بر

نازیې اقبال د ازادۍ راډيو له مشال څانګې سره د ځانګړې مرکې پر مهال ویلي چې د سندرو نه ویلو اعلان یې ځکه کړی وو چې د ماشومانو ژوند یې په خطر کې و.تر اعلان وروسته ، دا اول ځل دی چې نازیه اقبال له یوې رسنۍ سره په دې ارتباط خبرې کړې دي.نازیه اقبال د خیبر پښتونخوا د سوات اوسیدونکې ده او تر لس کلنۍ په کم عمر یې سندرې ویل پيل کړې دي او دا دى تقریبا پنځلس یا شپاړس کاله کیږي چې لا هم سندرې وايي.نازیه اقبال لا وړه وه چې د پېښور راډیو نه یې دا غزل خپور شو چې ( زه چې کله مړ شمه تورې جامې واغونده ) داغزل ډیر مشهور شو. او همدا رنګه ورو ورو د نازیې اقبال مینه وال هم زیات شول.
مشهور روسی لیکوال (لیوتولستوی) وايي : موسیقي هغه عشق دی چې د څرګندېدو په لټه کې دى او د اروپا یو ډیر منل شوی موسیقي جوړوونکی (موزارت) وايي چې که موسیقي نه وايي ښايي ژوند به هیڅ مفهوم نه درلودلای.و هغې ټولنې ته ورځو چیرته چې تل د مینې د څرګندیدو او ژوند ته د مفهوم د ورکولو هلې ځلې ځپل کیږي .په خیبر پښتونخوا کې ډيره موده د نازیې اقبال ږغ نه اوریدل کیده.خو دا اوس خپلو مینه والوته زیری ورکوي چې بیا یې د سندرو ویلو ته ملا تړلې ده او ډير ژر به یې د سندرو تازه کسټونه مارکیټ ته را ووزي.دې له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې نامعلومو کسانو یې دری ماشومان برمته کړي وو او ګواښ یې ورته کړی و چې که له سندرو ویلو لاس وانخلي، ماشومان به یې ووژل شي.نازیه اقبال وايي، چې دیته د پښتونخوا حکومت د دې د ماشومانو او کورنۍ د امنیت ساتلو ډاډ ورکړى دی، نو یو وار بیا د سندرو له ویلو ویره نه لري.د پښتنو په هنري کړیو کې چې تر ډيره حده د دود او رواج تر اغیز لاندې دي ، ښځو کم رنګه او پښه نیولې ونډه پکې اخیستې ده . د پښتنو د ټنګ ټکور په محفلونو کې ښځینه هنرمندانو ته تل د دود ، رواج او کلتوري بندیزونو په چوکاټ کې کتل شوي دي او په دې ډول د ښځينه هنرمندانو د هنر او فن کیفیت متاثره شوی دی.خو نازیه اقبال له هغو محدودو پښتنو ښځینه سندرغاړو ده چې هم ځوانه ده او هم ښکلې ده خو بیا هم دا یوازې د سټډیوګانو له منځه نه بلکې د سټیج پر سرهم د خپل اواز مینه والو ته سندرې وايي.د نازیه اقبال د هنر یو شمیر منتقدین د هغې ځينې سندرې بازاري او کم وزنه ګڼي ، خو د هغې یو شمیر پلویان استدلال کوي چې په خیبر پښتونخوا کې چې ژوند د تروریزم تر تهدید لاندې دی او خلک د پخوانیو دودونو او رواجونو په تناونو تړلي دي، د يوې ښځې په توګه د نازیه اقبال زړه ورتیا د ستاینې وړ ده .