عبدالباری جهانی
یو څوک پر زړه را اوري د اشنا سندري وایی
ما ستا په نامه بولي راته ستا سندري وایی
له ځانه بیګانه سمه خپل نوم راڅخه ورک سي
خیالونه مي څوک اخلي دا د چا سندري وایی
یو تاج مي را پرسر کي د الماسو مرغلرو
ملنګ ته پټ په غوږ کي د پاچا سندري وایی
په زړه کي مي شرنګی سي نڅیدو ته مي زړه کیږي
رباب سمه نغمه سم ته وا زما سندري وایی
په هره زمزمه را څخه تښتوي خوبونه
جنون ته مي په شپه کي د لیلا سندري وایی
همدا به وي شب قدر چي ملا به تل ویله
په نیمه شپه کي راسي د رڼا سندري وایی
چي چا به جهاني ته وي ستا نوم په خوله ورکړی
چي هر محفل ته ولاړ سي د ریشتیا سندري وایی